امریکايي رسنۍ وایي لا هم زرګونه امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي. یوې امریکایي رسنۍ ددغه هېواد د کانګریس د غړو په حواله لیکلي چې لا هم په افغانستان کې د ۹ زره په شاوخوا کې امریکایي وګړي د تخلیې له ماموریت پاتې دي.
د کانګریس غړو ویلي، چې په کابل کې تر چاودنې مخکې د پاتې امریکایانو شمېر ۱۵ زره کسان اټکل شوی و، خو په څو ورځو کې یوازې ۶ زره کسان ایستل شوي چې له همدې امله د ۹ زرو کسانو د پاتې کېدلو امکان شته دی.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د پاتې کسانو شمېر تر ۱۵۰ نه اوړي. په همدې تړاو ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران کانګریس ته سپیناوی هم ورکړي.
































