ایران د امریکا پر وروستي اقدام غبرګون ښوودلی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په یوه فرمان کې پر ایران ځینې محدودیتونه لرې کړل، خو ایران وایي دا هر څه کافي نه دي. د وین په مذاکراتو کې د ایران استازی علي شمخاني وايي د باور جوړولو او اټومي هوکړې ته د ورګرځېدلو لپاره باید امریکا لا ډېر اقدامات وکړي.
دده په خبره دا هر څه کافي نه دي. بلخوا امریکا وایي دا بندیزونه لرې کول په دې مانا نه دي چې امریکا د اټومي هوکړې بیا راګرځولو ته تیاره ده، بلکې تر هغې ځایه ډېرې خبرې دي چې ایران یې باید ومني.
































