وروسته له هغه چې د حکومت له لوري پر بېوزلو کسانو د وچې ډوډۍ د ویش پروسه پیل شوه، د ښار په ځینو برخو کې ځینو کسانو په یاده پروسه کې د ستونزو او د بې عدالتیو څخه شکایتونه کړي چې امله یې اوس د مشرانو جرګې د کابل ښاروال داوود سلطان زوی د استجواب لپاره سنا ته ور غواړي. مشرانو جرګې تر اوسه د استجواب وخت نه دی معلوم کړی. په همدې حال کې د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې له ستونزو سره سره يې په ۲۲ ولايتونو کې پر نادارو خلکو د پخې ډوډۍ وېش پیل کړی، خو نانبايانو ته د اوړو نه رسېدل بله ستونزه ده چې په ځينو ښارونو کې يې د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده.
































