د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د روانو جګړو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښيي. دغه کمیسیون وایي چې ښکېلو لورو په روژه کې هم جګړې ته ادامه ورکړې ده او ملکیانو ته یې تلفات اړولي دي. ددغه کمیسیون مرستیال نعیم نظري وایي د روژې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې ۱۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. نوموړي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې جګړې کمې کړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او د سولې لار خپله کړي. تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا هم ویلي وو چې طالبان سوله نه کوي، اوربند ته تیاری نه ښيي او یوازې د روژې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې یې ۲۵ ملکیان وژلي او ۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.
































