افغانستان کې د ښځینه وو بیکاره کېدل ددغه هېواد اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ضربه رسولی شي. سیګار د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ ویلي چې د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۲۰ سلنه د ښځو په کار او فعالیتونو پورې تړلی و او د نوي حکومت تر راتګ مخکې زرګونه ښځینه وو، د ښوونکو، ډاکټرانو، خبریالانو او ملکي مامورینو په توګه دنده ترسره کوله.
سیګار وايي دمګړی په افغانستان کې زرګونه مېرمنې بېکاره شوې چې د افغانستان اقتصاد ته به شاوخوا یو میلیارد ډالر زیان واړوي او ددغه هېواد د ناخالص تولید وده به پنځه سلنه نوره هم راښکته کړي. سیګار وايي ددې اړتیا ده چې د افغانستان د اقتصاد او کورنیو د ودې لپاره مېرمنو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو کار ته د مېرمنو د ستنېدو پر مسئله ټینګار کړی دی.
































