د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو یو ځل بیا د کډوالو د وژل کېدو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده او حنیف اتمر هرات ته د افغان پلاوي د رسېدو خبر ورکړی دی. جواد ظریف ویلي چې ددوی پلاوی به هم ژر په مشهد کې خپلې پلټنې پيل کړي او وروسته به دواړه لوري معلومات سره شریک کړي. ظریف همدا راز ویلي چې که اړتیا پېښه شي د دواړو لورو ګډ پلاوی به هم جوړ شي چې په هرات او مشهد کې به غونډې ولري. د بهرنیو چارو وزارت وایي ددې کار موخه د پېښې هر اړخیز څېړل، د عاملینو په ګوته کول او په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوی دی.
































