امریکایي چارواکو ویلي چې روسیې لږ تر لږه ۷۰ سلنه د اړتیا وړ رزمي ځواکونه پر اوکراین برید ته د چمتووالي په موخه د دغه هېواد پولو ته نږدې ځای پر ځای کړي دي. رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې روسیې په تېرو دوو اوونیو کې د اوکراین پولو ته څېرمه د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړی دی او پلان لري چې دا شمېر نور هم ډېر کړي. د یادونې ده چې امریکا په وار وار خبرداری ورکړی دی چې روسیه پر اوکراین برید ته چمتووالی نیسي خو روسي چارواکو تر اوسه پورې پر اوکراین د برید په اړه په ښکاره څه نه دي ویلي.
































