د افغانستان د سرپرست حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د وروسته والي لامل پراخ مالي فساد و. هغه نن په کابل کې اقتصادي غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالې ټولنې ډېری پیسې د ځینو افرادو جیبونو ته تلې چې له امله یې هېواد ځان بسیاینې ته ونه رسېد. برادر دغه راز څرګنده کړې ده چې په تېر وخت کې د فساد له امله د وارداتو ښه څارنه نه کېده او توکي په ټیټ کیفیت هېواد ته راوړل کېدل. هغه ډاډ ورکړی دی چې له دې وروسته به مرستې مستحقو کسانو ته رسېږي او د بیا رغونې لپاره راتلونکې پيسې به د هېواد د ځان بسیاینې لامل شي. په ورته وخت کې د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ټینګار کړی دی چې ا.ا له فساد سره مبارزه کې جدي دی او دوی د ټولو اقتصادي او پراختیایي پروژو بشپړ ملاتړ ته ژمن دي.
































