امریکا او متحدینو یې له لومړي سره له افغانستان سره خیانت کړی دی. ریسپانسیبلیټي سټېټ په نامه یوه نشریه لیکي چې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژیکه ماتې له کلونو مخکې پيل شوې وه. سرچینه کاږي په اصل کې امریکا یوازې د افغانستان په اړه نړۍ تېر ایستلې ده او له دغه هېواد سره د دوی مرستې تشې او بې مانا وې.
سرچینه کاږي چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د آرام ورځ و نه ليده، د اقتصاد لپاره یې کار نه دی شوی، په بنسټیزه توګه ددغه هېواد د پرمختګ لپاره هڅې نه وې شوې، بلکې امریکا په زور افغانستان ته د ننه شوه، په زور یې حکومت وکړ او په زور بېرته حکومت و نیول شوی او اوس طا لبان پر دغه هېواد واکمن دي.
په مطلب کې راځي چې امریکا او متحدینو یې له افغانستان سره خیانت کړی دی، زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، میلیاردونه ډالر لګول شوي، سلګونه بهرني سرتېري وژل شوي خو افغانستان یوازې پرېښودل شوی او میلیونونه وګړي ان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
































