په کورمه ایجنسۍ کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. راپورونه وايي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنیسۍ کې د وسله والو په یوه برید کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د پاکستاني طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه برید مسوولیت منلی او وايي چې د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه ده.
بلخوا پاکستانی حکومت د پنځو عسکرو د وژل کېدلو پخلی کوي او ادعا کوي چې ډزې له افغان خاورې پرې شوې دي. پاکستان تل ورته ادعاوې کوي خو افغان حکومت وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
































