فرانسه وایي له روسیې سره باید د اوکراین مسئله د خبرو له لارې حل کړل شي. ایمانویل مکرون په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د اوکراین پر سر له روسیې سره جګړه او ناندرۍ د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په خبره یې د روسیې اندېښنې باید واورېدل شي.
ده ویلي ډاډه دی چې روسیه د اوکراین د نیولو په لټه کې نه ده، خو دا یې حق دی چې د خپلو امنیتي اندېښنو قانع کوونکی ځواب ولري.
نوموړي ویلي د اروپا او سیمې د امنیت لپاره نوو هوکړو ته اړتیا ده چې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې رامنځ ته شي. بلخوا امریکا بیا وایي چې روسیې پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری نیولی دی.
































