ملګري ملتونه وایي چې له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړي استازي رامز الکبروف ویلي چې دوی د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دي او سره له دې چې پر دغه هېواد سیاسي فشارونه موجود دي خو دوی لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړې ده.
الکبروف وایي دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده او تر څنګ یې ډاډ ورکړی چې له افغانانو سره به د لا ډېرو مرستو د راټولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
































