د بشري حقونو د څار بنسټونه وایي پنټاګون دې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وضاحت ورکړي. د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وایي، راپورونو دا مسئله کره کړه چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په خپل وروستي هوایي برید کې ملکي وګړي وژلي دي. سرچینه وایي پنټاګون باید ددې ملکي وګړو د په نښه کولو او وژلو په اړه وضاحت ورکړي. دوی وایي په دې تړاو د پنټاګون چوپتیا د اندېښنې وړ ده. امریکايي ځواکونو په تېره اګسټ میاشت کې په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د یوې کورنۍ تر لسو پورې غړي ووژل شول. پنټاګون پخپله هم دا منلې چې برید پر ملکي وګړو شوی خو وایي په دې تړاو به کوم امریکايي پوځي محاکمه نه کړي.
































