پاکستاني او عرب چارواکو پر افغانستان خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن نایف د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.
سعودي عربستان ویلي چې په سیمه کې د دایمي ثبات د راتګ او امنیت لپاره باید هڅې وشي او دوی په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. دواړو لورو همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي او پاکستاني لوري ویلي چې له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دي.































