د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو لپاره د ۳۲ میلیونه ډالرو بله کڅوړه راورسېده. د افغانستان بانک د یادو څرګندونو تر څنګ پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې دغه بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي. د افغانستان بانک د یادو پيسو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. په دې وروستو کې څو ځلې دې ته ورته د بشري مرستو لپاره نغدې پیسې افغانستان ته راوړل شوې دي. په تېره زمري میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته، امریکا د فغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او د افغانستان پر بانکونو یې محدودیتونه هم ولګول، له همدې امله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
































