په افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، پاکستان تمه لرله چې د افغانستان نوی حکومت به ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني او همدا راز به د پاکستاني طا لبانو مشران پاکستاني حکومت ته وسپاري، خو نوي حکومت دا یوه چاره هم ترسره نه کړه.
ورځپاڼه لیکي د نوي حکومت خپلواک چلند او د پاکستان پر وړاندې د واضح دریځ لرل پاکستانی حکومت سخت ناهیلی کړی دی. د مطلب لیکوال وایي داسې ښکاري چې د کرښې د رسمیت پېژندلو په تړاو د پاکستان آرمان له خاورو سره خاورې شو او په افغانستان کې یې د نفوذ خوبونه هم په سیند لاهو کېږي.
دغه ورځپاڼې داسې مهال یاد مطلب خپور کړی چې پاکستان په وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه له افغان حکومت سره د خبرو کوښښ هم وکړ، خو افغان لوری وایي دا د ولسونه پرېکړې ته اړتیا لري او حکومت په دې اړه د ولسونو له غوښتنې ملاتړ کوي.
































