افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په شمال کې د داعش ډلې دوه برېتانوي غړي نیولي دي. ګارډین ورځپاڼې ته سرچینو ویلي چې دغه دوه کسان له ازبکستان افغانستان ته اوښتل او د ازبکستاني عسکرو تر اطلاع وروسته نیول شوي دي.
د افغانستان امنیتي سرچینو هم یادې ورځپاڼې ته تایید کړې چې د برېټانیا او یوه بل اروپايي هېواد پاسپورت لرونکي وګړي یې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي. سرچینه وایي چې له یادو کسانو د شپې عینکې، نقدې پیسې او ځینې نورنظامي وسایل نیول شوي دي.
ګارډین لیکي تر دې وړاندې د ځینو نورو هېوادونو وګړي له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې برېتانوي وګړي نیول کېږي.
































