ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د شاوخوا یو میلیون ماشومانو د مرګ احتمال شته دی. له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
سرچینه وایي که عاجل اقدامات و نه شي نو په روان ۲۰۲۲ کال کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو د مرګ احتمال شته دی.
سرچینه همدا راز وایي چې د مرستو د نه ډېرېدو او اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت د دوام په صورت کې تر دوو میلیونو ډېر نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته کېدلی شي. یونسیف تر دې وړاندې هم په ځلونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان لاسنیوی وکړي او دلته د روان بشري ناورین مخه ونیسي.
































