په وروستیو ورځو کې زلمي خلیلزاد، پاکستان، قطر او هند ته سفرونه درلودل. په دغو سفرونو کې تر ټولو ډېر تمرکز له طالبانو سره د سولې پر هوکړې او همدا راز د هند او طالبانو پر اړیکو و. امریکا ظاهراً هڅه کوي د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې ښې شي؛ ځکه هند د طالبانو له اړخه اندېښنه لري او دغه ډله د پاکستان نږدې ملګرې بولي. بلخوا بیا طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هند په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. د دوی په خبره، ان په افغانستان کې د هند له رغنیزو پروژو ملاتړ هم کوي.
هند تل په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې ښکاره دریځ لرلی دی، دغه ډله ترهګره بولي او وایي چې باید له افغان حکومت سره سوله وکړي. تازه امریکا دا هڅه پيل کړې چې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې ښې کړي. هند په دې وېره کې دی چې طالبان به له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او ښایي له دې امله په افغانستان کې د هند حضور ته زیان ورسوي. له دې سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له دې هندو ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هند دې خپلې اندېښنې مخامخ له طالبانو سره شریکې کړي. خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت دی چې هند د افغانستان د سولې په مسئله کې فعال رول ترسره کړي او خپلې ټولې اندېښنې له طالبانو سره د خبرو له لارې رفع کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي دغه راز دا هم ویلي وو چې هند یې په سیمه کې باوري او د ډاډ وړ ملګری دی، له همدې امله هڅه کوي دغه هېواد د افغانستان په سوله کې له دوی سره همکاري وکړي. نوموړي پر هندي چارواکو دا غږ هم کړی چې د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړي.
له دې څرګندونو وروسته طالبانو هم ویلي چې له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، طالبان د هند په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. د ده په خبره، له هند سره هم ښې اړیکې غواړي او ان په افغانستان کې د دغه هېواد له رغنیزو پروژو ملاتړ کوي. سهیل شاهین وایي، افغانستان بیارغونې ته اړتیا لري او په دې برخه کې د هند له فعالیتونو او کړنو ملاتړ هم کوي.
هند ته خلیلزاد له سفر سره هر ځل دا ګنګوسې هم خپرېږي چې ګواکي امریکا له هند افغانستان ته د سرتېرو لېږل غواړي، خو دا ځل خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي چې له هند سره یې په خبرو کې د سرتېرو د لېږلو په تړاو هېڅ راز خبرې نه دي کړې. د ده په وینا، هند ته یې د سفر تر ټولو مهمه موخه دا وه چې دغه هېواد په افغان سوله کې لا ډېر فعال رول ادا کړي او د افغانستان په بیارغونه کې خپله همکاري ډېره کړي. د ده په خبره: ((افغانستان او هند تاریخي اړیکې لري. د سرتېرو د لېږلو په تړاو موږ هېڅ راز خبرې نه دي کړې، خو له هندي لوري مې غوښتي چې د افغان سولې په مسئله کې لا ډېر فعال رول ادا کړي)).
له دې سره جوخت د پرېنټ په نامه یوه نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې هند به هېڅ وخت له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي. د سرچینې په خبره، هندي چارواکو په ځلونو په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې له ولسواک نظام ملاتړ کوي او له طالبانو سره به هم هغه وخت اړیکې پالي چې د بین الافغاني خبرو لار خپله کړي او له افغان حکومت سره یو ځای شي. د دې نشریې په مطلب کې راځي چې هند طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري، نو هېڅ وخت به د امریکا په غوښتنه خپل دریځ بدل نه کړي.
































