کابینې د سیمکارتونو د ثبت او بایومتریک په اړه د مخابراتو وزارت غوښتنه تایید کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د کابینې په غونډه کې د مخابراتو وزارت هغه غوښتنه منل شوې چې له مخې به یې د مخابراتي کمپنیو سیمکارتونه ثبت او بایومتریک کېږي.
په غونډه د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د احصایې له ملي ادارې سره په ګډه د سیمکارتونو د ثبت او راجستر لپاره لاس په کار شي. تر دې وړاندې د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي وو، چې په افغانستان کې میلیونونه سیمکارتونه ثبت او راجستر شوي نه دي او په ډېری جرمي فعالیتونو کې له همدې سیمکارتونو استفاده کېږي.
اترا وایي چې افغانستان کې شاوخوا ۳۴ میلیونه سیمکارتونه وېشل شوي او شاوخوا ۲۲ میلیونه یې فعال دي.
































