ترکیې او افغانستان پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم تایید شوې چې متقي له چاوش اوغلو سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. امیر خان متقي د ترکیې له مرستو مننه کړې ده او وایي چې ترکیه به په راتلونکې کې ۷۰۰ ټنه نوره بشري مرسته هم افغانستان ته راولېږي.
همدا راز په دې مکالمه کې ترکي لوري ویلي چې ژر به په افغانستان کې قونسلي چارې پيل کړي او افغانانو ته به د وېزو د ورکړې لړۍ دوام کوي.
































