امریکا او سعودي عربستان پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په سیمه او نړۍ کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې د یمن د وروستیو بریدونو او حوثي یاغیانو پر کنټرول او همدا راز د تېلو په بازار کې د نظم راوستلو په اړه بحثونه شوي دي. بایډن ویلي چې دوی له سعودي عربستان سره پر کړو ژمنو ولاړ دي او له دغه هېواد به د حوثي یاغیانو په مقابل کې د دفاع په اړه خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.
دوی تر ډېره په دې مکالمه کې د تېلو د بازار پر ثبات بحثونه کړي دي. سعودي عربستان هم ویلي چې دوی له امریکا سره ښو اړیکو ته ادامه ورکوي او دواړه هېوادونه د همکاریو لپاره ګډې څې کوي.
































