روسیې او بلاروس د اوکراین له پولې سره څېرمه ګډ نظامي تمرینات پیل کړي دي. روسي رسنۍ وایي چې زرګونه پوځیان او ګڼ نظامي تجهیزات په دې پراخو هوايي او ځمکنیو نظامي تمریناتو کې ګډون لري. د روسیې حکومت وایي دوی غواړي د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې تیار وي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.
بلخوا اوکراین بیا د بلاروس او روسیې پر دې کار غبرګون ښوودلی او هغه یې د اندېښنې وړ بللی دی. د اوکراین حکومت وایي روسیه غواړي د اوکراین خلک له رواني فشار سره مخ کړي. له دې سره هممهاله امریکا بیا وایي چې روسیې لا ډېر سرتېري د اوکراین پولې ته لېږلي او لا ډېر نظامي تجهیزات یې په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.
امریکا وایي ددې احتمال شته چې روسیه پر اوکراین د برید تېروتنه وکړي او د امریکا له سختو فشارونو سره ځان مخ کړي.
































