روسیه وایي ښايي طا لبان د خپل هېواد د ترهګرو له لېست وباسو. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې روسي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ددې احتمال شته چې روسیه طا لبان د خپل هېواد د ترهګرو ډلو له لېست وباسي.
دده په وینا اوس ددې پرېکړې وخت راغلی دی، خو وروستی تصمیم د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نیولی شي.
کابلوف تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له افغانستان او د نوي حکومت له چارواکو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي، چې له دغه هېواد سره د رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي، خو تر هر څه وړاندې باید د بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې شرطونه ومنل شي.
































