افغانستان له سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو په لټه کې دی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان ا.ا په دې لټه کې دی چې له نړۍ او سیمې سره ښې اقتصادي اړیکې ولري او د مصوونې سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړي.
هغه ویلي نړیوال باید د افغانستان د نوي حکومت له دې هڅو هرکلی او ملاتړ وکړي. کاملوف وايي په مقابل کې د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې خپلو خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي، د ټولو وګړو حقوقو ته درناوی وکړي او د ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.
تر دې مخکې افغان لوري هم ویلي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره د سالمو اقتصادي او پر دوه اړخیزو ګټو ولاړو اړیکو غوښتونکي دي.
































