روسیه وایي افغانستان په مسکو کې د خپل سفیر د بدلولو نیت نه لري. د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان حکومت ترې د ځینو نورو ديپلوماتانو د منلو غوښتنه کړې ده.
کابلوف وایي د کابل نوی حکومت په مسکو کې د اوسني سفیر د بدلولو اراده نه لري، خو دا یې ویلي چې ځینې نور ديپلوماتان هم باید روسیې ته ولېږل شي او په سفارت کې دې کار پيل کړي. کابلوف وایي دوی د ديپلوماتانو له راتګ سره موافقه کوي، خو د سفارت په پاتې چارو کې هېڅ راز لاسوهنه نه کوي، ځکه دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره په بهرنیو هېوادونو کې د هېواد ديپلوماتیکې ادارې له ځینو ستونزو سره مخ شوې دي او ځینو ته یې د نوي حکومت له لوري نوي دیپلوماتان هم لېږل شوي دي.
































