په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د امریکا ولسمشر ټولو هغو امریکايي اتباعو ته چې لا هم په اوکراین کې دي، ویلي چې له دغه هېواده ووځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې که روسیه د اوکراین په هرځای کې پوځي عملیات پیل کړي، متحده ایالات به ونه شي کولای چې امریکایي اتباع وباسي. په راپور کې ویل شوي، روسیه ښايي د اوکراین پر ضد جګړه پیل کړي. لوېدیځې سرچینې وايي، روسیه غواړي له اوکراین سره د پولې په اوږدو کې تر سلو زرو ډېر پوځیان ولېږي او پر اوکراین برید وکړي. روسیه او اوکراین له تېرو اتو کلونو راهیسې ترینګلې اړیکې لري.
































