د بریتانیا سفیر هیوګي شارټر وايي له افغان حکومت سره په تعاملاتو او بشري مرستو کې ډیروالی راولي او د بانکي سکټور په پراختیا کې مرسته کوي. نوموړي چې د یوه پلاوي په ملتیا افغانستان ته سفر کړی، دا څرګندونې تیره ورځ په کابل کې د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه ددې لیدنې جزیات خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د بریتانیې سفیر هیوګي شارټر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړې ده. د ده په وینا د بریتانیا سفیر ویلي، چې د نوي حکومت له راتګ سره جګړه درېدلې، امنیت ټینګ شوی، د زده کړو مرکزونه پرانیستل شوي او بشري مرستې تر اړو خلکو په ښه توګه رسیږي. سفیر څرګنده کړې چې د هېود لومړي وزیر ورته لارښوونه کړې څو افغانستان له نوي حکومت سره تعامل زیات شي او د بشري او بانکي سکټور د ودې لپاره ځانګړې مرستې ورسره وشي. نوموړی وايي بریتانیا په خپله هم غواړي او پر نړیوالو هم غږ کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره همکاري وکړي.
































