د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانان له بشري ناورین سره چې په نړۍ کې په چټکۍ په پراخېدو دی، مخامخ دي. د هغه په وینا، ټاکل شوې ملګري ملتونو څه د پاسه ۲۲ میلیونه اړمنو سره مرسته وکړي، خو د خپلې اړتیا وړ بودجې نهه سلنه یې ترلاسه کړې. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له ځنډ پرته د دغه بنسټ د هڅو ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې کابو پنځه میلیارد ډالر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره راټولوي. د مرستندویه بنسټونو د راپور له مخې، افغانستان تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دی او په دې هېواد کې اړمن او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.
































