د افغانستان د شتمنیو په اړه د بايډن پرېکړه په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده. سلګونه امریکایي وګړو د ټولنیزو رسینو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني بللې او هغه یې په بېلابېلو سپکو الفاظو غندلی دی.
ځینو ورته د ډاکو او ځینو بیا ورته د نړیوال غله لقبونه کارولي دي. په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د بايډن دغه پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي ده چې ان امریکايي وګړي یې هم مخالف دي.
دده په وینا دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنۍ هم دا پیسې نه اخلي او غواړي چې افغانستان ته ورکړل شي.
امریکایي رسنۍ وايي بايډن په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ وخت دومره نه و سپک شوی، لکه په دې پرېکړه چې غندل کېږي. افغان کارونکي هم وایي چې بايډن یو متعصب، خود خوا او د افغانستان پر وړاندې له عقدو او کېنې ډک سړی دی، نو ځکه یې داسې غیر انساني پرېکړه کړې ده.
































