د روغتیا نړیوالې ادارې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده. د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د لوږې، کمزوري اقتصاد، روغتیايي برخې د کمزوري کېدو او خوارځواکۍ له امله د ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. دغه اداره وایي چې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو دوام بشري ناورین لا پراخولی شي او روغتیایي سکتور له سقوط سره مخ کوي. بلخوا تر دې څو ورځې وړاندې له افغان لوري سره د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر هم په روغتیایي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي وو، چې دغه سکتور له پراخو ستونزو سره مخ دی او ژغورنه یې لا ډېرو مرستو او اړینو اقداماتو ته اړتیا لري.
































