وروسته له هغه چې د غرب او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر ناندرۍ ډېرې شوې، ګڼو هېوادونو له اوکراین د خپلو وګړو د ایستلو پرېکړه وکړه. امریکا خپلو وګړو ته ویلي وو، چې له اوکراین ووځي او څو نورو اروپایي هېوادونو هم دا پرېکړه کړې ده. اوس تازه کاناډا هم خپلو وګړو ته امر کړی چې له اوکراین ووځي. له دې سره هممهاله امریکا ویلي چې روسیه پر اوکراین هوایي بریدونه کوي او کوم وګړي چې باید له اوکراین ووځي اوس دې لاس په کار شي ځکه د هوایي بریدونو پر مهال د خلکو د ایستلو موکه نه پیدا کېږي.
































