ټرمپ وایي له افغانستان د امریکا تښتې روسیه زړه وره کړه. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي چې د بایډن کمزورې ادارې او بې کفایتۍ امریکا نړۍ ته ذلیله کړې ده.
دده په خبره له افغانستان د امریکايي ځواکونو د تېښتې بڼه چین او روسیې په خلاصو سترګو کتله او دا یې ولیدله چې امریکا په څومره ذلالت او بې کفایتۍ له افغانستان پښې سپکولې. ټرمپ وایي همدې مسایلو روسیې ته دا جرات ورکړی چې نن د مذاکراتو پر ځای د زور له لارې د اوکراین مسئله حلول غواړي.
هغه په نړۍ کې د روان وضعیت ټول مسوولیت پر بایډن اچوي او دا ادعا هم کوي چې د ده د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې د اتیا میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات پاتې دي. ټرمپ ټینګار کړی چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وی امریکا به دومره نه وه سپکه شوې لکه اوس چې سپکېږي.
































