ښايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ روسیه پر اوکراین برید وکړي. آلماني شپېګل مجلې د امریکایي استخباراتي اداراتو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری لري. ددغه مجلې په خبره ښايي راتلونکې چهارشنبې روسیه پر اوکراین هوایي بریدونه پيل کړي.
له دې سره هممهاله اروپايي رسنیو لیکلي چې په اوکراین کې د ديپلوماتیکو مرکزونو تخلیه په چټکۍ مخ ته روانه ده. پوتین او بایډن بیا د اوکراین پر مسئله خبرې کړې دي او بایډن خبرداری ورکړی چې پر اوکراین برید به روسیې ته خورا بدې پایلې ولري.
































