چین وایي امریکا د افغانستان د شتمنۍ د کنګل کولو، وېشلو او یا ګرځولو حق نه لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د جو بايډن پر وروستي اقدام توند غبرګون ښوودلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خوا چونینګ ویلي، امریکا د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی، خو د افغانستان په څېر د یوه بېوزله هېواد شتمني غلا کوي.
د نوموړې په خبره امریکا په هېڅ صورت د افغانستان د خلکو شتمني نه کنګل کولی شي، نه یې وېشلی او نه یې هم ګرځولی شي. هغې ویلي امریکا ته په کار ده چې ژر له خپل دريځ په شا شي، ځکه دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او دوی یې د ساتنې، کنټرول او لګولو د لارو چارو مسوول دي.
چین تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کول غیر قانوني اقدام دی او باید ژر تر ژره دغه شتمني ازاده کړي.
































