ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان ټوله شتمني دې له افغانستان سره د مرستو لپاره ازاده کړل شي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین گریفیتس په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، د نړیوالو مسوولیت دی څو ځان ډاډه کړي چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط نه رامنځ ته کېږي او ددغه هېواد شتمني د بېوزلۍ او اقتصادي ځوړتیا د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
مارتین وایي چې افغانان دمګړی د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له سخت حالت سره مخ دي او د ټولو مسوولیت دی چې دغه هېواد له اقتصادي سقوط وژغوري. تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم د افغان شتمنۍ د وېشل کېدو په تړاو د بایډن پرېکړه غندلې او د هغې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
































