افغان حکومت د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی. د افغانستان ا.ا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده او امریکا پکې د تصرف او په خپل سر د وېشلو حق نه لري. اعلامیه وايي د امریکا دغه کړنه د نړیوالو قوانینو خلاف او د دوحې هوکړې خلاف عمل دی چې افغان حکومت یې پر وړاندې خپل دریځ لري. سرچینه کاږي امریکا دې ژر تر ژره له خپلې پرېکړې په شا شي او که دا کار و نه کړي نو افغان حکومت هم اړ دی چې ددغه هېواد پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. امریکا په وروستیو کې د نړیوالو قوانینو پرخلاف هڅه کوي د افغانانو شتمني چې په امریکايي بانکونو کې ده پر امریکايي وګړو او افغانانو په مساویانه توګه ووېشي. خو دې پرېکړې له ځان سره توند غبرګونونه پارولي دي.
































