د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له غرب سره د یوه توافق د رامنځ ته کېدو چانس رامخ ته شوی دی. دده په خبره اوس ددې وخت دی چې د روسیې او غرب ترمنځ پر مسایلو نوي توافقات وشي. بلخوا پوتین ویلي چې مذاکرات بایدد وخت ضایع کولو په مانا نه وي او ژر باید له پایلو سره ترسره شي. په ورته وخت کې برېټانیا ویلي، دوی ډاډه دي چې روسیه پر اوکراین برید کوي او دا برید په څو ورځو کې ترسره کېدلی شي. خو روسیه وایي دوی پر اوکراین د برید پلان نه لري.
































