امریکايي استازو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د بايډن پر اقداماتو نیوکه کړې ده. د امریکا په استازو مجلس کې جمهوري غوښتونکو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، شپږ میاشتې وشوې چې د افغانستان پخوانی حکومت د طا لبانو له لوري سقوط شوی دی.
سرچینه وایي شپږ میاشتې کېږي چې په نړۍ کې د امریکا د ماتې او له شرمه ډکې تېښتې په اړه بحثونه هم روان دي. استازي وایي ددې هر څه مسوول د امریکا اوسنی بې کفایته ولسمشر دی چې امریکا یې د تل لپاره په نړۍ کې ذلیله او ماته کړه. استازي ادعا کوي چې د امریکا بایللی حیثیت به لسیزې نور هم بېرته را و نه ګرځول شي ځکه نړۍ ددې شاهده وه چې امریکا په څومره له شرمه ډکه توګه افغانستان ته شا واړوله او له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.
دوی یو ځل بیا پر بایډن او د افغانستان په اړه د نوموړي پر تګلارو نیوکه کړې ده او هغه یې غندلې دي.
































