د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په میدان وردګو ولایت کې هم د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بایډن د پرېکړې پر ضد خلک لاریونونو ته راوتلي او د امریکا د ولسمشر پر ضد شعارونه ورکوي. دوی له امریکا څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانانو د مالي شتمنۍ له لوټلو دې لاس واخلي. دوی وایي بایډن په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني یرغمل کړې ده. لاریونوال غوښتنه کوي چې د افغانانو شتمني باید بېرته راوګرځول شي او بایډن دې له خپلې پرېکړې په شا شي. لاریون کوونکو دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی دی چې د جګړه ځپلو افغانانو غږ واوري او د امریکا د بې عدالتیو پر وړاندې د دوی تر څنګ ودرېږي.
































