د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې چارواکي په کې يوولسو امنيتي سرتېرو او يو شمېر وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي. نښته تېره شپه د اليشنګ ولسوالۍ په قلعه کوچيان سيمه شوې ده. د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې. دده په خبره په نښته کې شپږ وسله وال او شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۷ وسله وال او ۵ امنيتي سرتېري ټپيان دي. دفاع وزارت هم په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې منلې چې لغمان کې د نښتی پرمهال شپږ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
































