امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي. د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.
جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده. بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.
دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان ددې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.
































