په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلو لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي. دده په خبره له دې ډلې ۲۸۵ یې مثبتې وې. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۸۷ کسانو ته رسېدلی دی. همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله دوه ناروغان مړه شوي او ۱۶ کسه نور بېرته ترې جوړ شوي دي. په دې توګه د ټولو مړو شوو شمېر ۱۲۲ او د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۵۷۴ ته رسېدلی دی.
































