د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر او په افغانستان کې د پاکستان د سیاستونو سرسخت منتقد کریس الکساندر یو ځل بیا ویلي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې که چېرته نړۍ غواړي چې سیمه او افغانان په کرار شي نو باید په دغه هېواد کې د پاکستان د ناکامې ستراتیژۍ مخه ونیسي او د دغه هېواد له چارو د اسلام اباد لاسونه پرې کړي. هغه ټینګار کړی دی چې نړۍ باید په افغانستان کې د لوږې او ظلم پای ته رسېدو لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي. هغه دغه راز لیکلي چې شپږ میاشتې وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو او ناټو افغانستان یوازې پرېښود او افغانان یې سخت کړاو ته یوازې پرېښودل.
































