د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کراچۍ کې د علي وزیر د خوشې کولو لپاره جوړ شوي احتجاجي پرلت ته په وینا کې په نورو قومونو سندهیانو، مهاجرو او بلوڅانو غږ کړی دی چې له دوی سره په شریکه د خپلو حقونو لپاره مبارزې وکړي. پښتین ویلي چې په پاکستان کې له پښتنو سره توپیري چلند کېږي، هغوی وهل کېږي، ځورول کېږي او حتی وژل کېږي. هغه زیاته کړې ده چې که چېرته پاکستانی ریاست د علي وزیر او د دغه غورځنګ د نورو زنداني ملګرو د خوشې کولو په ګډون د دوی نورې غوښتنې ونه مني نو دوی به هم سوله ییزو مزاحمتونو ته دوام ورکړي. پاکستان په وار وار ویلي چې پي ټي ایم د غلیم په لمسه د پاکستاني پوځ د بدنامولو هڅه کوي خو پښتین وایي چې پوځ بدنام دی او له ظلم پرته یې دوی ته بل هیڅ خیر نه دی رسېدلی.
































