د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر د امریکا له لوري د افغانستان د مالي شتمنۍ کنګل کېدل او له یادو پیسو څخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت ګرځولو په اړه د بایډن پر پرېکړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا له لوري یرغمل شوې مالي شتمني په افغانانو پورې اړه لري او باید ازاده کړل شي. هغه ټینګار کړی دی چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې مسوول په پاکستان کې وژل شوی دی او د یادې پېښې د قربانیانو غرامت هم باید له یاد هېواده واخیستل شي نه له مظلومو افغانانو. الکساندر څرګنده کړې ده چې د سپټمبر ۱۱مې برید په کراچۍ کې پلان شوی و او همدغه هېواد د القاعده ډلې مشر ته تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې پناه ورکړې وه.
































