ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د امریکایي پروفیسور «نوام چاسکي» له قوله لیکلي چې د کرونا له کبله د زرګونه امریکایانو د مرګ مسوول د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی. ژب پېژندونکی، فیلسوف او د نظر خاوند نوام چاسکي وایي، که څه هم چې ټرمپ د روان بحران د مخنیوي لپاره خپله هڅه کوي، خو بیا هم ددې هر څه مسوول دی. نوموړي ویلي، ټرمپ له دې مسلې څخه د یوه ټاکنیز کمپاین په توګه ګټه واخیسته او هغسې چې لازمه وه، پر وخت لاس په کار نه شو او د امریکایانو د ژغورنې لپاره یې له وخت او شته امکاناتو ګټه وانه خیسته. چامسکي ویلي، ټرمپ د روغتیایي بنسټونو بودجه د ځینو شرکتونو د ګټې لپاره را کمه کړه، چې دغه څه په لوی لاس د کرونا له کبله د ګڼ شمېر امریکایان مړینې ته ضمینه برابره کړه. اوس مهال تر یو میلیون ډېر کسان په امریکا کې پر کرونا ویروس اخته شوي چې ۸۰۷۸۷ یې مړه کړي دي.
































