نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری درخواستونه رد شوي دي. راپور کاږي چې په امریکا کې د ګوتو په شمار افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي او ډېری نور یې بېرته رد شوي دي. نیویارک ټایمز د امریکایي ځواکونو د پخواني ژباړونکي شریف عزیزي له قوله ویلي چې د نوموړي د کورنۍ غړو د پناه غوښتنې کېسونه رد شوي دي. عزیزي چې اوسمهال د کالیفورنیا په سن خوزه کې ژوند کوي وایي، د امریکا له لوري په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنې ټولې دروغ دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه ۴۳ زره افغانانو په امریکا کې د پناه غوښتنې کړې دي خو تر اوسه پورې یوازې د ۲ زره هغو غوښتنې څېړل شوې او پاتې نورې یې ټولې رد شوې دي.
































