یو شمېر مدني فعالانو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ایراني عسکرو لخوا له افغان ګارګرو سره د زور زیاتي په غبرګون کې لاریون کړی دی. لاریون کوونکي له افغان حکومت، د ملګرو ملتونو له سازمان او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې ددې قضیې عاملین باید د قانون منګلو ته وسپارل شي او دغه قضیه په نړیواله کچه وڅېړل شي. دوی په خپلو شعارونو کې د ایراني عسکرو لخوا د افغان کارګرانو وژل اوسیند ته اچول نړیوال بشری ضد جنایت بللی دی. افغان حکومت وایي، د پېښې د څېړلو لپاره یې پلاوی ګمارلی دی او پلټنې یې پیل کړې دي. په هرات کې د ټاکل شوي پلاوي مشر حمید طهماسي وایي، په اړوند برخه کې یې کافي اسناد او مدارک را ټول کړي او اړتیا ده چې د افغاستان د دولت په کچه دغه قضیه مطرح او وڅېړل شي.
































