د ملي امنیت شورا ویاند وایي، چې حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي نو طالبان یې باید په مقابل کې په قطر کې له امریکا سره د شوې هوکړې سره سم ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشې کړي. افغان حکومت وایي، طالبانو تر دې دمه هغومره دولتي سرتیري نه دي خوشې کړي چې ژمنه یې کړې وه او که د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب بندیانو په مقابل کې ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشې نکړي نو حکومت مکلف نه دی چې نور طالب زندانیان خوشي کړي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن یوې خبري غونډې ته ویلي، طالبان لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او د سولې لپاره کومه طرحه نه لري. نوموړي ویلي د طالبانو له خوا ۱۷۱ تنه خوشې شوي، خو په دې کې د ده په وینا یوازې ۱۰۵ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي. حکومت دغه راز له طالبانو غوښتي چې د هغو ۶۱۰ افغان سرتیرو د برخلیک په اړه باید وضاحت ورکړي چې حکومت یې لېست دې ډلې ته سپارلی دی.
































